برخى باشنده هاى پنجشير از کارکرد شوراى ولايتى رضايت ندارند

پاراخ( پژواک،٢٠ چنګاښ ٩٤): د پنجشېر يو شمېر اوسېدوونکي په داسې حال کې د ولايتي شورا له کړنو ناخوښ دي ،چې ددې شورا د نوو غړو د کار په پيل کې ددې بنسټ ښو کړنو ته هيله من وو.
د ولايتي شورا ټاکنې تېرکال د وري په ١٦مه تر سره شوې ، خو پايلې يې په ټاکنو په ځانګړې توګه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د پراخو درغليو له کبله کابو له اوو مياشتو ځنډ وروسته اعلان شوې.
ددې پايلو له مخې، مولوى سيديحيى عنابى، وحيدالله دژکوهي، نجيب الله يعقوبي، عزم الدين ميرزايي، عبدالصمد سلطاني، قلندرخان بهادري، راحله عطايي او ويدا سعيدي د پنجشېر ولايتي شورا ته لار ومونده.
له دې ډلې څخه، يعقوبي، ميرزايي، سلطاني، بهادري او عطايي ددې جرګې نوي غړي دي او پاتې نورو يې په تېره دوره کې هم د ولايتي شورا غړيتوب درلود.
 ددې ولايت ځينو اوسېدوونکو ددې شورا دکار له پيل څخه وروسته پژواک خبري اژانس ته ويلي وو، چې ددې شورا ښو کارونو ته هيله من دي ،ځکه د شورا نوي غړي  د ٣٢ تر ٣٧ کلونو په عمر ځوانان دي.
خو ددې ولايت يو شمېر اوسېدوونکي اوسمهال ددې شورا له کړنو څخه ناخوښ دي.
د پنجشېر دعنابه ولسوالۍ د تاواخ سيمې اوسېدونکي او د مدني ټولنې فعال ٣٧کلن فتح محمد قدوسي پژواک خبري اژانس ته وويل:" د ولايتي شورا فعاليت د پام وړ نه دى، له کله چې ولايتي شورا د وفادارۍ لوړه کړې ده ،په پنجشېرکې موڅه نه دي ليدلي ،چې کوم کار شوى وي او دخلکو ستونزې هوارې شوې وي."
 د هغه په وينا، د ولايتي شورا غړو بايد حکومتي چارواکي د ښوونځيو، کلينيکونو، سړکونو او نورو ټولګټوو پروژو عملي کولو ته اړ اېستلي واى.
د پنجشېر د رُخې ولسوالۍ د "شصت"سيمې اوسېدونکي او په دې ولايت کې د تحصيلي انسټيټيوټ د ټولنيزو علومو د دويېم کال محصل ٢٣کلن محمد اصغر وويل:" د پنجشېر ولايتي اداره تر کومه بريده چې خلک يې کار ته اړتيا لري او مسووليت يې ده ، خپله دنده نه ده ترسره کړې."
 نوموړي زياته کړه:" مدام د مجلسونو او ساعتېريو په فکر کې دي، تش په نوم د خلکو استازي دي، د څارنې حق يې هم تر لاسه کړ، خو داسې ښکاري چې له دې صلاحيت څخه په سمه توګه کارنه اخلي ، تاسو راشئ او زموږ سيمې وګورئ چې خلک له څومره ستونزو سره لاس او ګرېوان دي ، سمه ده ښايي کار وکړي ، خو ډېر لږ او په نشت حساب دي."
ملي شورا تېرکال د سلواغې مياشت کې  د ولايتي شوراګانو د څارنې نقش  ددې شوراګانو د  قانون د تعديل له طرحې څخه حذف کړ ، ولسمشر هم دا طرحه لاسليک کړه ، خو په رسمې جريده کې چاپ نه شوه.
له دې پرېکړې څخه وروسته ولايتي شوراګانو خپل دفترونه  ترهغه مهاله بند کړل ،څو ولسمشر تېرکال د کب  مياشت کې  دې شوراګانو ته د نظارت حق ورکولو فرمان صادر کړ.
 محمد اصغر ولايتي شورا غړو ته په خطاب کې وويل:" زموږ غوښتنه دا ده کله چې خلکو په تاسو باور وکړ، لږ ترلږه له خلکو سره واوسئ، يوڅه کار وکړئ، خو رښتينى کار وکړئ، موږ له دې عوام چلوټنې او دروغجنو ژمنو څخه تنګ شوي يوو."
 د پنجشېر د دويېمې حصې ولسوالۍ او د عبدالله خېلو سيمې ملک او مخور ٥٠ کلن عبدالقدوس وويل چې له ټاکنو څخه وړاندې ولايتي شورا ته  نوماندان هره ورځ دهغوى سيمې ته ورتلل او د سړک جوړولو او داسې نورو کارنو ژمنې يې کولې ، خو تر دې دمه چې د شورا له کار څخه څو مياشتې تېرېږي ، څه کار يې نه دى کړى.
 د هغه په وينا، ددې سيمې اوسيدوونکي د سړک جوړولو ته اړتيا لري څو هر کال د اوبو کچې د لوړېدو له اړخه ستونزو سره مخ نه شي، هغه يادونه وکړه چې په دې سېمه کې د ٧٠٠ کورنيو لپاره يواځې يو روغتيايي کلينيک شتون لري.
 نوموړي زياته کړه:" مګر څوک نه شته چې دې ستونزو ته لاسرسى وکړي، د خلکو ستونزې دولت ته ورسوي، پر خداى قسم دى که بياکانديدان د کمپاين لپاره سيمې ته ورشي او له خلکو څخه رايه وغواړي ، رايه نه ورکوو."
 د پنجشېر د ابشار ولسوالۍ د بابا علي سيمې اوسېدوونکي او د مدني ټولنې غړي ٣٠ کلن رحمت الله حکيمي هم وويل،چې ولايتي شورا د بيارغونې او ټولګټو پروژو په برخه کې څه نه دي کړي او ددې شورا يو شمېر غړي خپلو  دندو ته نه حاضرېږي.
 هغه د ناسوبو وکيلانو نومونه په ډاګه نه کړل او زياته يې کړه، چې ولايتي شورا د حکومت له کړنو څخه د څارنې تر څنګ بايد د پوهنې ، لوړو زده کړو او نورو برخو کې د خلکو ستونزې اړوندو چارواکو سره شريکې کړي ، څو لاسرسى ورته وشي.
 خو هغه د جزيياتو له ورکولو پرته څرګنده کړه،چې ولايتي شورا تېرکال د ژمې د واورو ښوېيدو له زيانمنو  سره د مرستې په برخه او د خلکو تر منځ د يو شمېر شخړو په هوارولو کې يوڅه کارونه کړي دي.
په پنجشېرکې تېرکال د کب مياشتې د واورو ښوېيدو له امله په بېلابېلو سيمو کې نږدې ٢٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته ، لسګونه کورونه ويجاړ او سلګونه کورنۍ بې ځايه شوې.
 خو دپنجشېر ولايتي شورا مرستيالې مېرمن راحلې عطايي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دې شورا يو څه کارونه ترسره کړي دي.
هغې وويل،چې ولايتي شورا د بېړنو حالاتو په کمېټه کې شامله ده او زيانمنو  شوو ته  دمرستې په رسولو کې يې کار کړى دى.
 عطايي زياته کړه:" چې ولايتي شورا په هره برخه کې څرګند نقش لري په ځينو مواردو کې قومي شخړې هم ولايتي شورا هواره کړې دي ، همداراز تل يې د پنجشېر له کډوالو څخه پوښتنه کړې ده، څو ستونزه ونه لري زموږ ملي پيوستون شوراګانو ستونزه درلوده ، خو بېرته فعالې شوې ، ولايتي شورا ان د امنيت په ټينګښت کې لاسته راوړنې لرلې."
 همداراز هغې د کيفيت لوړو په خاطر د ايمرجنسي روغتون د کار ارزونه، د کانکور ازموينې په  تر سره کولو کې  همکاري، د ترانسپورټ ،ليلې او داسې نورو برخو کې د محصلينو ستونزو هوارولو په خاطر د ښوونکو روزنې له موسسې څخه ليدنه او  د سيمه ييز حکومت له کړنو نه  څارنه ،ددې شورا له ترسره شوو فعاليتونو څخه دي.
 نوموړې وويل چې شورا د ځينو هڅو په نتيجه کې د محصلينو ځينې ستونزې هوارې شوې دي او پاتې نورې يې د حل کېدو په درشل کې دي او د ياد روغتون فعاليت هم ښه شوى دى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.