Construction work on 3 Kapisa road kicked-off

محمودراقي (پژواک، ١١ چنګاښ ٩٤): چارواکي وايي چې د کاپيسا په اول کوهستان ولسوالۍ کې د دوولسو ميليونه ډالرو په لګښت د سړک جوړونې د درېيو پروژو چارې پيل شوې.
د لومړي کوهستان ولسوال عبدالفتاح شفيق د چنګاښ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې پروژې له مخې له دويم کوهستان، اول کوهستان او د کوهبند ولسواليو تر منځ نږدې سل کيلومتره سړک جوړېږي.
د هغه په وينا، چې د دغه سړک له جوړېدو سره يادې ولسوالۍ سره تړل کېږي.
ولسوال زياته کړه چې د اول کوهستان د بازار ترانزيټي سړک چې څلور فرعي سړکونه لري، د روان کال تر پايه به بشپړ او ګټې اخيستنې ته وړاندې شي.
شفيق وايي چې له اول کوهستان څخه د سنجن سيمې ته هم سړک غځېږي چې يادې سيمې ته په تېرو څوارلسو کلونو کې کوم سړک نه دی تېر شوی او خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
ولسوال وويل چې پر دغو سړکونو ١٢ ميليونه امريکايي ډالر لګښت راځي؛ چې د فوايد عامې وزارت له خوا ورکول کېږي.
بلخوا د کاپيسا د ولايتي شورا رييس حسين سنجني وايي چې په يادو پروژو سره به د کاپيسا د دريو ولسواليو د خلکو ستونزې حل شي.
نوموړي پژواک ته وويل: ((په تېرو څوارلسو کلو نو کې دې سړکونو ته چا پاملرنه نه وه کړې، د سنجن او د کوهبند خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وو.))
د هغه په وينا، د فوايد عامې وزارت چارواکو ژمنه ورکړې، چې د روان لمريز کال تر پايه پورې به د دغو سړکونو د جوړولو چارې بشپړې شي.
د اول کوهستان ولسوالۍ د سنجن سيمې يوه اوسېدونکي شېر نظر پژواک اژانس ته وويل چې د دوى سيمه غرنۍ ده او د سړک د نشتوالي له امله دوى خپل ناروغان په ژر وخت کې روغتون ته نه شو رسولى.
د هغه په وينا، خلک ډېرى پلى مزل کاوو چې د دغو سړکونو له جوړېدو سره به يې ډېرې ستونزې هوارې يشي.
د يادونې ده، د کاپيسا د ترانزيټي سړک چې د تګاب ولسوالۍ له لارې له کابل – جلال اباد سړک سره نښلول کېږي، د جوړېدنې چارې چې نږدې ۵ کاله پخوا پيل شوې وې تر دې دمه د اول کوهستان په مرکز کې کارونه يې نيمګړي دي او خلک يې د کار له کيفيت څخه هم سر ټکوي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.