برخى باشندگان بادغيس از کارکرد حکومت و شوراى ولايتى ناراض اند

قلعه نو (پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٤): د بادغيس ځيني اوسېدونکي د ولايتي شورا له کړنو نا خوښ دي، خو ځيني نور بيا پر ولايتي شورا سربېره د  حکومت له کارونو هم په دغه ولايت کې خوښ نه دي.
د ولايتي شورا او ولسمشرۍ د لومړي پړاو ټاکنې تېر کال د وري په ١٦مه او د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په ٢٤مه ترسره شوې، خو پايلې يې د ټاکنيزو جنجالونو په سبب د شاوخوا اتو مياشتو په ځند اعلان شوې.
د دې پايلو پر بنسټ، د ملي يووالي حکومت او د ولايتونو نوې شوراګانې جوړ شوې.
عبدالعزيز بېګ، مونسه قادري، محمد فريد اخي زى، بهاءالدين قادسي او ملا عبدالله افضلي د افغانستان په شمال – لوېديځ کې د بادغيس ولايت د ولايتي شورا نوي غړي دي، خو محمد ناصرنظري، مولوي عبدالباسط صارم، ضياګل حبيبي او خان جان ظفر د دې شورا پخواني غړي وو چې نوې دورې ته يې لار موندلې ده.
د بادغيس اوسېدونکي د دې شورا او حکومت د کړنو په اړه بېلابېل نظرونه لري.
د بادغيس د مرکز اوسېدونکى محمد عثمان په دې باور دى چې ولايتي شورا يواځېنى ارګان دى چې خلک کولاى شي خپلې ستونزې په کې مطرح کړي.
نوموړي وويل چې ولايتي شورا قومي ستونزې چې په ځينو مواردو کې د څو کسانو د وژل کېدو سبب هم شوې، د ابکمري په دايزنګي او د جوند په لاله زار سيمو کې حل کړي دي.
هغه زياته کړه: ((ولايتي شورا يو ولسي ارګان دى او خلک کولاى شي چې خپلې ستونزې په ارام زړه مطرح کړي او په ټوله کې موږ راضي يو.))
د ابکمري ولسوالي د پهلوانان کلي اوسېدونکي محمدشعيب هم د دې پخلى کوي چې په دې ولسوالۍ کې شته قومي شخړې د ولايتي شورا په کوښښ حل شوې او زياتوي چې اوسمهال هم دا شورا هڅه کوي چې د دې ولسوالۍ د پستې د ځنګلونو په برخه کې د خلکو تر منځ شخړې رامنځته نه شي.
خو نوموړي وويل چې دا شورا تر اوسه پورې د ځينو عمراني پروژو لکه سړک، برېښنا او نورو په برخه کې بريالۍ نه ده.
د ده په خبره، ابکمري ولسوالي چې د دغه ولايت له امنو ولسواليو وه، په دې وروستيو کې نا امنه شوې او ولايتي شورا بايد د حکومتي ارګانونو په مرسته د دې ستونزو په حل کې اقدام کړى واى، چې نه يې دى کړى.
خو د بادغيس د مدني ټولنې يو فعال سيف الدين وايي، د دغه ولايت ولايتي شورا د خلکو لپاره هېڅ لاسته راوړنه نه لري.
هغه زياته کړه: ((دا شورا يواځې د خپلو ګټو لپاره کار کوي.))
د ده په خبره، د بادغيس خلک او د مدني ټولنې غړي څو ځلې د دغه ولايت د ځينو سيمو د څښاک اوبو، د برېښنا نشتوالي او د بادغيس – هرات حلقوي سړک د نه بشپړېدو ستونزه د دغه ولايت د ولايتي شورا، ملي شورا وکيلانو او ځينو حکومتي چارواکو سره شريکه کړې، خو پاملرنه ورته نه ده شوې او تر اوسه په دې اړه کوم اقدام هم نه دى شوى.
د ده په خبره، که څه هم ولايتي شورا څو ځلې له خلکو سره په همکارۍ لاريويونه کړي، خو يواځې لاريون بسنه نه کوي او بايد حکومتي چارواکي د بادغيس د خلکو د دغو ستونزو حل ته اړ ايستل شي، که نه له دې پرته نه شو ويلاى چې دا شورا په خپلو کارونو کې بريالۍ ده.
د ١٣٩٣ لمريز کال په چنګاښ مياشت کې د پژواک خبري اژانس د يوه راپور له مخې، تروې يا مالګينې اوبه هغه ستونزه ده چې بادغيس د مقر او ابکمري ولسواليو او مرکزي سيمو اوسېدونکي ورڅخه ځورېږي او يو شمېر خلکو ته يې روغتيايي ستونزې پيدا کړې دي.
د دغو سيمو يو شمېر اوسېدونکي د باران له زېرمه شوو اوبو او يا هم تروو اوبو څخه ګټه اخلي، خو هغه کسان چې اقتصادي وړتيا لري، خوږې اوبه پېري.
د بادغيس د وګړو د ثبت اداره د هغو سيمو د اوسېدونکو شمېر چې خوږو اوبو ته لاسرسى نه لري، په اټکليز ډول شاوخوا ٢٠٠ زره کورنۍ ښيي.
سيف الدين وويل چې پر دې پروژه کار له يوه کال راهيسې ډېر سست روان دى، په داسې حال کې چې دا پروژه بايد په شپږو مياشتو کې بشپړه شوې واى.
د دې تر څنګ د ٢٣٧ کيلومتره اوږده حلقوي سړک د جوړېدو کار په ١٣٩١ کال کې پيل شو او د ټولګټو وزير هغه مهال ويلي وو چې دا سړک به په راتلونکو دريو کلونو کې سفالټ کړي.
سيف الدين زياته کړه چې د دغه سړک ٣٥ کيلومتره برخه باندې د بادغيس له مرکز څخه د دغه ولايت د مرکز تر لامان سيمې پورې جغل اچول کېږي چې هم هغه هم د سېلابونو په سبب بېرته ويجاړه شوه او کار يې له يوه کال راهيسې درېدلى دى.
د دغه سړک په بشپړېدو سره به د افغانستان لوېديځ ولايتونه له شمال او د افغانستان د شمال له لارې د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره ونښلول شي چې ٤٥٦ ميليون ډالره لګښت لري چې د اسيا پراختيايي بانک له خوا ورکول کېږي.
د دې تر څنګ له ترکمنستان څخه د دغه ولايت مرکز قلعه نو ښار ته د برېښنا د مزي غځولو کار په ١٣٩٠ کال کې د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت او يوه ايراني شرکت تر منځ لاسليک شو.
د اوبو او برېښنا وزارت چارواکو ويلي وو چې دا پروژه ١٥ ميليونه ډالره لګښت لري او تر راتلونکو اتلسو مياشتو پورې په بشپړ شي.
د چارواکو په خبره، د دې پروژو په ترسره کېدو سره به د قلعه نو ښار ٥٠ زره اوسېدونکو ته چې ٧زره کورنۍ کېږي، برېښنا ورکړل شي.
خو سيف الدين وويل چې د دې پروژې کار هم تر اوسه نه دى بشپړ شوى او اته مياشتې وړاندې په مقر ولسوالۍ کې د نا امنيو په سبب درېدلى دى.
د ده په خبره، خلک او مدني ټولنه خپل زيات وخت د رسنيو له لارې خپل غږ وچتوي، خو دولت ورته پاملرنه نه کوي.
هغه زياته کړه: ((تاسې پوهېږئ چې په دې دوو کلونو کې ځوانان او خلک له وزګارتيا ځورېږي، په دغه ولايت کې کاري پروژې رخصت شوې او اوس خلک له ولايتي شورا او پارلماني وکيلانو څخه زړه توري شوي دي، د دې دريو ستونزو د حل لپاره يې هم باور ختم شوى او وايي چې حل لاره نه لري.))
د بادغيس ولايتي شورا مشر بهاءالدين قادسي وويل چې د بادغيس ولايتي شورا د خلکو ځيني ستونزې حل کړې دي.
د ده په خبره، دا شورا توانېدلې چې په جوند، قادس، ابکمري او مقر ولسواليو کې د خلکو ځينې قومي ستونزې حل کړي.
خو هغه هم دې دريو ننګونو (د څښاک خوږې اوبه، برېښنا او حلقوي سړک) په اړه د خلکو شکايتونه مني.
د هغه په خبره، دا په داسې حال کې ده چې ولايتي شورا د دغو پروژو د عملي کولو لپاره هڅه کړې او د خلکو وړانديزونه يې د هېواد په مرکز کې له چارواکو سره شريک کړي دي.
د ده په خبره، د هېواد اوسني حالات چې له هيچا هم پټ نه دي، د ځينو ستونزو د حل لامل دي.
خو قادسي زياته کړه چې ولايتي شورا د خلکو د ستونزو په برخه کې دهغوى  وړانديزونه تعقيبوي.
هغه وويل: ((د بادغيس ولايتي شورا په دې ولايت کې د ځايي ارګانونو پر کړنو څارنه لري او د غونډو په ترڅ کې يې د حل او يا نا حل شوې پايلې له خلکو سره شريکوي.))
د بادغيس د والي د دفتر رييس شرف الدين مجيدي هم دا درې پروژې (اب، برېښنا او حلقوي سړک) په دغه ولايت کې ډېرې مهمې بولي او د دې پروژو د کار درېدو په برخه کې د خلکو خبرې په حقه وبللې. هغه زياته کړه چې له يوه کال راهيسې پر حلقوي سړک هېڅ کار نه دى شوى، په داسې حال کې چې د دغه سړک د امنيت لپاره د قيصار- لامان لارې په اوږدو کې شاوخوا دوه زره ساتونکى ځواک مېشت دى.
نوموړي په ډاګه کړه: ((پاس ځيني دلايل شته چې دې ته يې د يوې معما بڼه ورکړې چې نه يې ځايي حکومت حل کولاى شي او نه هم زموږ خلک، له بده مرغه چې کار يې درېدلى دى.
د ده په خبره، د قرار دادي شرکتونو، اوبو او برېښنا وزارت تر منځ ځينې ستونزې د دې سبب شوې چې د برېښنا د لېږد پروژه هم له شاوخوا لسو مياشتو راهيسې په ټپه ودرېږي.
هغه وويل: ((د دې پروژې د کار د دوام لپاره هم هيله پيدا شوې، د بادغيس ولايت مقام څه مونده وړاندې وغوښتل چې يوه سل کسيزه ساتونکې قطعه جوړه کړي، چې له نېکه مرغه ارګ يې منظوري ورکړې ده.))
هغه وويل چې د څښاک اوبو د پروژې کار ٨٠ سلنه بشپړ شوى او که چېرته خنډونه په کې رامنځته نه شي، د روان کال تر پايه پورې به يې درانه کارونه او کېندنه بشپړه شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.