"شوراى ولايتى نيمروز برضد فساد برنامه اى ندارد"

زرنج (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٤): د نيمروز ولايتي شورا وايي چې د زيربنايي پروژو په عملي کېدو کې د دوى هڅو نتيجه ورکړې او له خپلو کړنو راضي دي، خو ځيني خلک بيا نيوکه کوي چې شورا له فساد سره د مبارزې په برخه کې کوم پروګرام نه درلود.
د ١٣٩٣ لمريز کال د وري د ١٦مې نېټې د ولايتي شوراګانو ټاکنو پايلې د همدغه کال په لړم مياشت کې اعلان شوې، خو له وکيلانو يې د څارنې حق د ملي شورا له لوري واخيست او يواځې د څارنې حق يې ورکړ.
دا کار د وکيلانو له سخت مخالفت سره مخ شو او د ولايتي شوراګانو دروازې يې د اعتراض په توګه د يوه کال لپاره وتړلې او ددې حق له بېرته ورکړې سره يې بېرته پرانېستې.
د نيمروز ولايت شورا اووه نارينه او دوې ښځينه وکيلانې لري چې پنځه کسه يې نوې څېرې دي.
د نيمروز ولايتي شورا وايي چې د دفتر له بيا پرانيستلو وروسته تر اوسه پورې د خلکو عمده ستونزې د خلکو غوږونو ته رسول شوې، تر خپل توانه يې هڅه کړې او له خپلو کړنو خوښ دي.
د دې شورا مشر محمد صديق چخانسوري پژواک خبري اژانس ته وويل چې په کابل کې يې د حکومت له اجرايي مشر ډاکتر عبدالله سره دوه – درې ځله ليدنه کړې او د دې نوي هوايي ډګر د کار پيل په اړه يې ورسره خبرې کړې چې کار يې په دې وروستيو کې له سره پيل شو.
چخانسوري زياته کړه چې د هوايي ډګر د کار په بشپړېدو سره به خلکو ته اړينې اسانتياوې چمتو شي.
د نيمروز د مرکز زرنج هوايي ډګر تاسيسات چې څو مياشتې وړاندې د اړينې بوديجې د نشتوالي په سبب درېدلي وو، تېره اوونۍ له سره پيل شول او ټاکل شوې چې د څلورو مياشتو په ترڅ کې بشپړ او ګټې اخيستې ته وسپارل شي. تر اوسه د دغه ډګر اويا سلنه کار پاتې دى.
د ځايي چارواکو په خبره، د هوايي ډګر د تاسيساتو ځينې برخې پر ٣٠٠ ميليونه افغانۍ بوديجه عملي شوې او ٣٥٠ ميليونه نور تدارک ليدل کېږي چې په دې پيسو به يې کار بشپړ شي.
د نيمروز ځايي چارواکي او خلک وايي چې د معياري هوايي ډګر د نشتوالي په سبب له ستونزو سره مخ دي او تل شکايت کوي چې د ځمکې له لارې يې سفرونه له امنيتي خطرونو سره مل دي او کله چې د هوا له لارې سفر کوي، د الوتکي ټکټونه ملا ماتوونکي دي او که چېرته هوايي ډګر جوړ شي، د ټکټونو بيې به هم ورسره ټيټې شي.
نيمروز د هېواد له سوېل لوېديځو ولايتونو څخه دى چې خلک يې د فراه او هرات له لارې له اوږدو لارو وهلو وروسته کابل ته سفر کوي.
د نيمروز د ولايتي شورا مشر وايي چې د حکومت اجرايي مشر د ځينو نيمګړو پروژو لکه کمال خان بند او زرنج ښار د کمربندي سړک د بشپړولو ژمنه هم کړې ده چې ورسره به د کروندګرو او چلوونکو ستونزې د اوبو لګولو او مواصلاتو په برخه کې حل شي.
د کمال خان په چهاربرجک ولسوالۍ کې پر هلمند سيند په پاسه جوړ جوړېږي. د دغه بند کار په ١٣٥٢لمريز کال کې پيل شوى او څلوېښت سلنه بشپړ شوى دى، خو د ١٣٥٧کال د غويي د اوومې له کودتا وروسته نيمګړى پاتې شو.
دغه بند درې فازونه (برخې) لري چې د نړيوال بانک په سل ميليونه ډالره ټوليز لګښت سره جوړېږي او په فعالېدو سره به يې څه باندې سل زره هکتاره کرنيزه ځمکه خړوبه او اته نيم ميګاواته برېښنا توليد کړي.
خلکو تل شکايت کاوه چې د کمال خان بند د جوړېدو چارې په ټکني ډول مخې ته ځي او لامل يې هم کمزورې حکومتولي بللې وه.
د نيمروز ولايتي شورا مشر وويل چې دوى له دولتي ادارو سره هېڅ ستونزه نه لري او يو له بل سره د همغږۍ په فضا کې د خلکو د بنسټيزو ستونزو په اړه تفاهم او کار کوي.
هغه زياته کړه چې د ولايتي شورا د هڅو په پايله کې به ډېر ژر د قعله فتح د اوبو دويمه برخه چې د زرنج ښار ته د اوبو نل غځول په کې دي، پيل او د اوبو د کمښت له اړخه به د خلکو عمده ستونزې حل شي.
قلعه فتح د زرنج ښار د سوېل په ٤٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري او څېړنو ښودلې چې اوبه يې خوږې دي او د اوږدمهال لپاره کېدلاى شي چې د زرنج د خلکو د اړتيا وړ اوبه چمتو کړي.
تېر کال خلکو نيوکه کوله چې د دې پروژې کار له تېرو دوو کلونو راهيسې پيل شوى، خو قراردادي شرکت تر اوسه پورې نه دى توانېدلى چې له قرارداد سره سم کار بشپړ کړي.
نيمروز يو شګلن ولايت دى او د مرکز زرنج ښار څاګانې يې تروې اوبه لري.
د هلمند سيند اوبه چې د دغه ولايت له مرکز څخه تېرېږي، د کال په درېيم او څلورم موسم کې وچ وي او د اوبو هغه نل چې له ايران څخه دې ښار ته را غځېدلى، د ښاريانو اړتياوې نه شي پوره کولاى.
د زرنج اټکليز نفوس ٣٠٠ زره کسه دى چې ٩٠ سلنه وګړي يې پاکو اوبو ته لاسرسى نه لري او ځيني يې د سرلوڅو او مالګينو اوبو څخه کار اخلي، يو شمېر نور يې هغه خوږې اوبه پېري چې په ټانکرونو کې ښار ته راځي.
د نا پاکو اوبو څښاک د ناروغيو د خورېدو او انساني مرګ ژوبلې په ځانګړي ډول د ماشومانو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي.
د نيمروز ولايتي شورا مشر وويل چې د برېښنا عمومي رياست هم ژمنه کړې چې په تحويلتون کې يې تجهيزات چمتو کړي او د اړتيا په صورت کې به يې خلکو ته ورکړي.
 
د برېښنا چارواکو هم ژمنه کړې چې د برېښنا د لګښت بيه له اوسنۍ بيې چې د کورونو لپاره في کيلوواټ څلور نيمې افغانۍ ده، کمه محاسبه کوي.
د ولايتي شورا مشر وايي چې کابل ته يې د ولايتي شورا له څو غړو سره يو ځاى په خپل وروستي سفر کې د حکومت له اجرايي مشر سره پر ليدنې سربېره، له يو شمېر وزيرانو سره هم د خلکو د ستونزو په اړه خبرې کړې او ځينو يې ژمنه کړې چې نيمروز ته به راځي او د خلکو ستونزې له نږدې څېړي.
خو د نيمروز د مدني ټولنې غړې فرښتې وويل، له بده مرغه چې لايې هم د ولايتونو شورا کارونه نه دي ليدلي او نه پوهېږي چې لاسته راوړنه يې څه دي؟
هغه وويل: ((هغه تمې چې خلکو له دوى نه درلودې، تر هغه کچې پورې خلکو ته د پام وړ نه دي.))
د مدني ټولنې دغه فعال زياته کړه، په ځانګړي ډول ولايتي شورا د ښځو د وضعيت د ښه والي په برخه کې چې تل له تاوتريخوالي سره مخ دي او په دولتي ادارو کې يې رول پيکه دى، څه کار نه دى کړى.
په ورته وخت کې د نيمروز يوه ځوان عبدالهادي وويل چې ولايتي شورا د تېرو دوو دورو په پرتله ډېره ښه روانه ده او خلک يې له فعاليتونو څخه يو څه خوښ دي.
هغه پر دې باور دى چې ولايتي شورا ولايتي شورا د خلکو ستونزې او حقوقي دعوې تر يوې کچې حل کړې، د خلکو غوښتنو ته يې غوږ نيولى او د پروژو د عملي کولو په برخه کې يې هڅه کړې ده.
دغه ځوان زياته کړه: ((ولايتي شورا له اداري فساد سره د مبارزې او د دې مرګونې پديدې د لمن ټولولو لپاره چندان پروګرامونه نه لرل او خلکو په دې برخه کې د شورا کړنه نه ده ليدلې.))
د نيمروز يوه ديني عالم ملا احمد د ولايتي شورا کړنې ناڅيزه بولي او هغه د دولتي کارکوونکو يوه برخه ګڼي، دى وايي چې د ولايتي شورا ځيني چارواکي ګام پر ګام د دولتي چارواکو پسې روان دي او هېڅ وخت يې هم د خلکو د رښتيني استازي په توګه عمل نه دى کړى.
هغه زياته کړه: ((هر څه چې د چارواکو غوښتنه وه، دوى هماغه کار وکړ، مثلاً که چېرته پروژې عملي شوې، دا کسان د خلکو د ملاتړ پر ځاى له چارواکو سره همنظره دي.))
دغه دينې عالم زياته کړه، د بېلګې په توګه په چخانسور ولسوالۍ کې پر ٢٠ کيلومتره سړک د ٢٠ ميليون افغانيو په لګښت سره په ډېر ټيټ کيفت جغل اچول شوى. د خلکو د شکايتونو سربېره هم ولايتي شورا هېڅ اقدام نه دى کړى او په زيات عايد لرونکو ادارو کې چې په فساد لړلې دي، يو شمېر واسطه لرونکي مقرر شوي دي.
خو د ولايتي شورا غړي ملا ګل احمد احمدي وويل چې د فساد کچه د تېر په پرتله ټيټه شوې ده.
هغه زياته کړه، په دې کې شک نشته چې په افغانستان کې اداري فساد شته او نيمروز هم د افغانستان يوه برخه ده چې په عوايد لرونکو ارګانونو کې يې فساد جرړې غځولې دي.
احمدي زياته کړه: ((د بېلګې په ډول د نيمروز په ګمرک او ځينو نورو عايداتي ادارو کې کم کم فساد شته او موږ له چارواکو څو ځله غوښتنه کړې او په دې برخه کې مو ورته سپارښتنه کړې، تر غوږ مو ورتېره کړې چې که چېرته افراد اصلاح نه شي، نو نومونه به يې رسنيو کې اعلان کړو.))
هغه څرګنده کړه چې دا ادارې په تدريجي ډول اصلاح شوې او فساد له ٣٠ سلنې ٢٠ سلنې ته را ښکته شوى دى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.