د پکتيکا ځيني خلک: د ولسي جرګې کاري دوره دې نه غځېږي

ښرنه (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٤): د پکتيکا اوسېدونکو له ولسمشره وغوښتل چې د ولسي جرګې کاري دوره ونه غځوي او د ټاکنو لپاره چمتووالى ونيسي.
له اساسي قانون سره سم نوې  ولسي جرګې بايد د پنځم کال د  چنګاښ په لومړۍ نېټه په کار پيل وکړي او بايد له دې نېټې ٣٠ يا ٦٠ ورځې وړاندې ټاکنې ترسره شي خو تر اوسه دغه کار نه دى شوى.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون هم  وايي چې د ماليې او ځينو نورو  ستونزو له امله نه شي کولاى د ولسي جرګې ټاکنې پر خپل وخت او يا هم په لږ ځنډ ترسره کړي.
د اړوندې موضوع په اړه د روانې اونې په لومړيو کې ولسمشر محمداشرف غني د مدني ټولنو له استازو، سياسي او جهادي مشرانو، د ملي شورا له غړو او د ټاکنو خپلواک کمېسيون له مشرانو سره وليدل.
ولسمشر يادو ټولو ډلو ته پنځه ورځې وخت ورکړ تر څو په اړوند برخه کې  خپل نظرونه وليکي.
د همدې نظر غوښتنې په موخه د پکتيکا چارواکو د غبرګولي  ٢٧مه د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکي بللي وو تر څو د ټاکنو په اړه  په ليکلي بڼه خپل نظر وړاندې کړي.
د پکتيکا د سواد مدني ټولنې مشر محمدالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يو لړ ملحوظاتو له امله ولس نه غواړي د ولسي جرګې دغه غړي نور په واک کې پاتې شي.
د ده په وينا، د ولسي جرګې د کار موده بايد ونه غځول شي او حکومت بايد هر څه ژر د ټاکنو لپاره چمتووالى پيل کړي.
هغه زياته کړه: ((ولس د پنځو کلونو لپاره خپله مقدسه رايه خپلو استازو ته ورکړه، اوس يې قانوني وخت پوره شوى او ولس هم نور نه غواړي دوى په واک کې پاتې شي.))
دغه راز قومي مشر وکيل بادشاه خان پژواک ته وويل چې د ولسي جرګې د کاري مودې د اوږدېدو مخه بايد ونيول شي که دا کار نه کېږي حکومت دې د رسنيو له لارې اعلان وکړي چې تر دې وروسته وکيلان د ملت استازي نه، بلکې د حکومت استازي دي.
د هغه په وينا، د خلکو هيله دا ده چې په  روانه دوره کې پاک او مسلکي کسان ته رايه ورکړي تر څو په راتلونکي کې پياوړې جرګه رامنځته شي.
د پکتيکا اوسېدونکي اکبر راحل هم ټينګار وکړ چې د ولسي جرګې اوسنۍ کاري دوره بايد پاى ومومي او د ملي مسايلو لپاره دې لويه جرګه جوړه شي.
اکبر راحل پر اړوندو ارګانونو غږ وکړ چې په ټاکنو کې د درغليو د مخنيوي په موخه دې هر څه ژر برېښنايي تذکرې ووېشل شي.
د غونډې په پاى کې ګډونوالو د ټاکنو په اړه خپل نظرونه په ليکلي بڼه ولايتي چاوراکو ته وسپارل.
د پکتيکا مرستيال والي عطالله فضلي پژواک ته وويل چې د ولسي جرګې د ټاکنو په برخه کې د نظر ورکونې په موخه يې د بېلابېلو برخو شاوخوا دوه سوه استازي ور بللي وو.
ده وويل چې د غونډې ډېرو ګډونوالو د ولسي جرګې د کاري مودې له غځېدو سره مخالفت کړى دى.
هغه وويل چې د يادو کسانو د  غوښتنو پايلې به په کابل کې له حکومتي مشرانو سره شريکې کړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.