د پروان او کاپيسا نوو واليانو پر کار پيل وکړ

محمودراقي- چاريکار (پژواک، ٢٣ غبرګولى ٩٤): د کاپيسا او پروان ولايتونو لپاره ټاکل شوي نوي واليان تر معرفي کېدو وروسته پر خپلو کارونو پيل وکړ.
د کاپيسا په مرکز محمود راقي د غبرګولي په ٢٣مه د نوي والي د معرفي کولو په مراسمو کې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستيال نادر يما، د ولسي جرګې غړو، د ولايتي شورا غړو، ځايي چارواکو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.
د کاپيسا نوي والي سيد محمد خالد هاشمي غونډې ته وويل چې د خپل کار په لومړي پړاو کې به د اداري فساد، د نشه توکو له منځه وړل او قانون د حاکميت په اړه هلې ځلې وي.
هغه زياته کړه چې په راتلونکو اوونيو کې به د دغه ولايت د امنيت په موخه له قومي مشرانو او د سيمې له خلکو سره خبرې اترې وکړي.
هاشمي وويل: ((لکه څنګه چې ولسمشر پر ما باور کړی او د همدې اعتماد پر اساس زه حاضر يم چې په خپل ټول قوت سره کار وکړم .))
بلخوا په غونډه کې په ولسي جرګه کې د کاپيسا د خلکو استازي انجنير محمد اقبال صافي له نوي والي څخه د ښې حکومت دارۍ د رامنځ ته کولو هيله وکړه.
هغه زياته کړه: ((موږ د ستونزو په هواري او د ښې حکومتدارۍ په برخه کې له نوي والي سره هر ډول همکاري کوو.))
نوموړي له والي وغوښتل چې اهل کسان پر دندو وګوماري او د دغه ولايت امنيت ته جدي فاملرنه وکړي.
بلخوا نن د پروان په مرکز چاريکار کې هم د دغه ولايت لپاره نوى ټاکل شوى والي د يو لړ مراسمو په ترڅ کې معرفي شو.
په دغو مراسمو کې د اجرائيه رياست دويم مرستيال حاجي محمد محقق، د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستيال نادر يما، د پروان پخوانى والي بصير سالنګي، د عدليې وزير عبدالبصير انور او يو شمېر نورو چارواکو برخه اخيستې وه.
محقق په خپلې پرانيستونکې وينا کې د پروان والي انجنير محمد عاصم عاصم وړ کس وباله او زياته يې کړه چې ولسمشر په دې اړه پر ځاى پرېکړه کړې ده.
هغه زياته کړه چې نوى والي بايد خپل مسووليتونه په امانتدارۍ، په بشپړ دقت په سمه توګه ترسره کړي.
دى وايي چې په لومړي قدم کې بايد نوى والي انجنير عاصم له خلکو سره په مشورې د امنيت د تامين لپاره جدي اقدامات وکړي.
د پروان نوي ټاکل شوي والي انجنير عاصم له ولسمشره مننه وکړه چې پر ده يې باور وکړ او د والي په توګه يې وټاکه.
هغه زياته کړه چې پروان يو مهم ولايت دى او دى به هڅه وکړي چې د خلکو په همکارۍ امنيت تامين کړي، د سولې او بيارغونې لپاره کارونه وکړي.
نوموړي له فساد سره مبارزه او د يوې ښې ادارې رامنځته کول له خپلو موخو وبلل.
د پروان پخواني والي عبدالبصير سالنګي بيا د خپل ولايت پر مهال د شوو کارونو يادونه وکړه او ويې ويل چې په شپږو کلونو کې يې د ٤٨٠ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د بيارغونې کارونه کړي دي.
د پروان د ولايتي شورا رييس غلام بهاو الدين جيلاني له خپل اړخه نوي والي ته په هره برخه کې د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.