Complicated tribal feuds resolved in Kapisa: PC

محمودراقي (پژواک، ٢٣ غبرګولى ٩٤): د کاپيسا ولايتي شورا وايي چې په تېرو څو مياشتو کې يې د نورو کارونو تر څنګ  د خلکو ډېرې شخصي شخړې هوارې کړې دي.
د ولايتي شورا رييس حسين سنجني وايي چې په اوسنۍ دوره کې يې تر اوسه يې د کاپيسا په بېلابېلو سيمو کې ډېرې شخصي دښمنۍ او بدۍ له منځه وړې دي.
د هغه په وينا، د دغه ولايت په مرکز محمودراقي، کوهبند اول او دويم کوهستان کې د خلکو او د قومونو او پخوانيو قوماندانو ترمنځ شخصي بدۍ چې کلونه کلونه پخوا رامنځته وې، هوارې کړې دي.
د ولايتي شورا رييس له پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وويل چې د يادو شخړو او دښمنيو له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او په سيمو کې غير مسوول وسله وال هم زيات شوي وو.
د نوموړي په وينا، په تېرو شپږو مياشتو کې د ولايتي شورا په کارونو کې هغه مهال ځنډ رامنځته شو چې  د ولسي جرګې له خوا د ولايتي شوراګانو د پروژو په تطبيق کې د څارنې حق واخيستل شو.
سنجني وايي چې دوى د کاپيسا د امنيتي ارګانونو او د امنيتي ارګانونو او خلکو تر منځ همغږي پيدا کړې او واټن يې له منځه وړى دى.
د کاپيسا د ولايتي شورا رييس دغه راز وويل چې د دغه ولايت د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي له دوى سره خپلې ستونزې شريکوي او دوى بيا له دولتي چارواکو سره په ګډه ورته د هواري لارې چارې لټوي.
هغه زياتوي: ((ځيني مهال په دولتي ادارو کې د خلکو کارونه پر وخت سره نه حل کېږي، کارونه يې ځنډني کېږي، خو موږ تل هڅه کړې چې د خلکو دا ستونزه هواره کړو.))
حسين سنجني په کاپيسا کې د بيارغونې پروژو ته په اشارې سره وويل چې دوى ترې کلکه څارنه کوي او اوس هم په دغه ولايت کې يو شمېر پروژې تر کار لاندې دي.
د نوموړي په وينا، په دغو پروژو کې دوه نهرونه دي چې د پنجشېر له سيند څخه اوبه د کاپيسا مرکز او دوو ولسواليو ته ورکول کېږي، په دې دواړو پروژو کې د شرکتونو تر منځ لانجې وې او دا پروسه په شفاف ډول مخکې نه وړل کېده.
هغه زياته کړه: ((په روان کال کې د ولايتي شورا په هڅو دا پروسه په شفاف ډول وړاندې شوه او دوو مهمو شرکتونو ته ورکړل شوه چې اوسمهال يې عملاً چارې روانې دي.))
د ولايتي شورا رييس وايي چې د دوی په مخکې هېڅ ډول ستونزې نشته نه په اداري لحاظ نه په مالي او ټولنيز لحاظ، يواځينۍ ستونزه د ولسي جرګې پرېکړه وه، چې هغه هم اوس هواره شوې ده.
خو د ولايتي شورا غړی حاجي عزيزالله ساپى بيا وايي چې د بيارغونې په برخه کې کوم اساسي کار نه دى شوى چې دوى يې څارنه وکړي.
د نوموړي په وينا، وړې پروژې عملي کېږي خو هغه پروژې چې په تېرو کلونو کې عملې کېدي يا په نورو دورو کې وې په اوسنۍ دوره کې داسې هېڅ کومه پروژه نه ده پيل شوې چې ولايتي شورا يې سمه څارنه وکړي.
ساپى وايي  چې د دغه ولايت ډېرى اوسېدونکي د ولايتي شورا له  کارونو خوښ دي.
د عبدالصبور په نوم د کوهبند ولسوالۍ يو اوسېدونکى د ولايتي شورا له کارونو خوښ دى او زياتوي چې هغوى د خلکو ستونزو ته پر وخت رسيدګي کړې ده.
هغه پژواک ته وويل چې دوى د نورو کارونو تر څنګ د خلکو او ډلو تر منځ دښمنۍ ختمې کړې دي چې لويه لاسته راوړنه يې ده.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.