"د پروان نوې ولايتي شورا د حس وړ خدمت نه دى کړى"

چاريکار (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٣):  د پروان ځيني اوسېدونکي د دغه ولايت د نوې ولايتي شورا له کړنو خوښ نه دي، خو ځيني ترې خوښ دي او د شورا غړي هم وايي چې يو شمېر کارونه يې کړي او د نورو لپاره پلانونه لري.
د ولايتي شورا ګانو ټاکنې تېر کال د وري په ١٦مه ترسره شوې او وروستۍ پايلې يې تر اوږده ځنډ وروسته  تېر کال د لړم په دريمه اعلان شوې.
غلام بهاوالدين جيلاني، عبدالمتين قدوسي، عبدالظاهر سالنګي،صالح محمد، خواجه مير محمد عظيم، عصمت الله محمدي، مولوي مير حمدالله منيب، محمد مجيب شورش، محمد خليل فضلي، قاري عبدالرحمن احمدي، امين الله شکوري، شمس الحق شيخاني، ملکه مايل زاده، هوسى بايانی او حسيبا عفت د پروان د ولايتي شورا بريالي غړي دي .
له دې کسانو سالنګي، منيب، احمدي او باياني هغه کسان دي چې په تېره دوره کې  يې هم د پروان د ولايتي شورا غړيتوب درلود، خو پاتې نور د شورا نوي غړي دي.
غلام بهاوالدين جيلاني، د دې شورا د مشر، امين الله شکوري يې د مرستيال او شمس الحق شيخاني د منشي په توګه ټاکل شوي دي.
ځيني کسان د دې شورا له کړنو خوښ نه دي.
د پروان د مرکز چاريکارو اړوند د خواجه سياران  سيمې اوسېدونکي محمدشريف پژواک خبري اژانس ته وويل چې ده تر اوسه د دې شورا د پام وړ کار نه دى ليدلى.
دى وايي چې په دغه ولايت کې ډېر سړکونه رغونې ته اړتيا لري او هلته د څښلو د پاکو اوبو د نه شتون او نورې ستونزې شته چې بايد ولايتي شورا يې له حکومتي چارواکو سره په همکارۍ لرې کړي.
په دغه ولايت کې د مدني ټولنې فعال نجيب الله واحدي هم وايي: "دې شورا تر اوسه داسې کار نه دى کړى چې محسوس وي."
هغه وايي، دا په داسې په حال کې ده چې د شورا غړو د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال له خلکو سره ژمنې کولې چې په بېلابېلو برخو کې به  خلکو ته د اسانتياوو رامنځه کولو لپاره کار وکړي.
ده د بېلګې په توګه د پروان په مرکز کې د هوفيان شريف د سړک خرابوالى او د دغه ولايت د پوهنتون د ليليې ودانۍ نشتوالى  ياد کړل او ويې ويل چې دې ته ورته سلګونه نورې ستونزې په دغه ولايت کې شته چې بايد شورا يې د لرې کولو لپاره اړينې هڅې وکړي.
هغه وايي: " د شورا له کار څخه راضي نه يو، موږ نه غواړو چې د شورا غړي دې له جيب نه د خلکو لپاره  پيسې ولګوي، خو د ټولګټو پروژو د پلي کولو لپاره دې هڅې وکړي او په اړه يې د له حکومتي چارواکيو سره خبرې وکړي."
خو د چاريکارو اوسېدونکى حشمت الله وايي، د شورا د کار له پيل څخه  ډېر وخت نه تېرېږي او د شورا غړيو د خلکو د چوپړ لپاره هڅې پيل کړي دي.
دى وايي چې د شورا غړو له حکومتي چارواکو سره په دغه ولايت کې د برېښنا د ستونزې او په پروان کې د نورو ټولګټو پروژو د پلې کېدو په اړه خبرې کړي دي.
دا مهال په پروان کې يواځې په مرکز چاريکارو کې شاوخوا ٥٠ سلنه کورنۍ او د دغه ولايت د جبل السراج ولسوالۍ د مرکزي سيمو اوسېدونکي برېښنا لري.
د حشمت الله په اند، خلک بايد له شورا څخه د ډېرو لويو کارونو د تر سره کېدو تمه ونه لري، ځکه چې اوس له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د مرستو په کمېدو د پخوا په څېر امکانات نشته .
هغه زياته کړه:" که امکانات وي او مرستې وشي، خو د شورا غړي هڅې ونه کړي نو بيا يې غفلت د بښنې نه دى."
د پروان د ولايتي شورا منشي شمس الحق شيخاني وايي، ولايتي شوراګانو ته د ولايتي ادارو پر کړنو د څار حق ترلاسه کول د ولايتي شوراګانو لپاره ډېره لويه لاسته راوړنه وه او  په دې اړه د هېواد په کچه په هڅو کې د پروان ولايتي شورا تر ټولو مخکې وه.
د هغه په وينا، د پروان د ولايتي مشر غلام بهاوالدين جيلاني د نورو ولايتونو د ولايتي شوراګانو غړي هم د څار حق د تر لاسه کولو لپاره منسجم کړل او په پاى کې يې وکولاى شول چې دا حق تر لاسه کړي.
ولسي جرګې تېر کال د سلواغې په ٨ مه، د ولايتي شوراګانو د قانون د تعديل طرحه تصويب کړه خو په دې طرحه کې يې د سيمه ييزو ادارو پر کړنو د ولايتي شوراګانو څارنيز رول رد کړ. د قانون ياده طرحه ولسمشر توشېح کړې خو په رسمي جريده کې نه ده چاپ شوې.
د ولسي جرګې له يادې پرېکړې وروسته، ولايتي شوراګانو د اعتراض په توګه خپل دفترونه وتړل او وروسته ولسمشر د يو فرمان له مخې دې شوراګانو ته د څار حق ورکړ.
  شيخاني وايي، د پروان نوې ولايتي شورا له ولايتي چارواکيو سره اړيکې جوړې کړي او ناستې ورسره لري.
ده وويل چې دغې شورا خپل کاري پلان هم برابر کړى او د چارو د سمون او ښه پرمخ بېولو لپاره يې  د امنيتي چارو، بيارغونې، د حکومت له کړنو د څار او نورو برخو کې کمېټې جوړې کړي دي.
دى وايي چې د دغه ولايت په جبل السراج ولسوالۍ کې د برېښنا سب ستېشن د پروژې چارې په ټپه ولاړې وې، خو ولايتي شورا د برېښنا شرکت له چارواکيو او قراردادي شرکت سره خبرې وکړې او بېرته  د دې پروژې کار پيل شو.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.