Badghis district falls to Taliban

قلعه نو (پژواک، ٢٠ غويى ٩٤): د هېواد په لوېديځ کې د بادغيس د جوند ولسوالۍ مرکز د دولت وسله والو  مخالفينو نيولى دى.
د بادغيس د ولايتي شورا مشر بهاءالدين پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادې ولسوالۍ مرکز تېره شپه شاوخوا دوه بجې وسله والو مخالفينو نيولى دى.
هغه وويل چې دولتي ځواکونه د ولسوالۍ له مرکزه لوېديځ لور ته شاتګ کړى او دا مهال په غرنيو سيمو کې وسله والو مخالفينو کلابند کړي دي.
دى وايي چې که نور امنيتي ځواکونه ژر سيمې ته ونه رسېږي، کېداى شي کلابند ځواکونه له منځه ولاړ شي.
د جوند اوسېدونکى او د بادغيس د ولايتي شورا غړي فريداحمد هم تاييد کړه چې د جوند ولسوالۍ سقوط کړى دى.
ولايتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، وسله وال طالبان هم وايي چې د جوند ولسوالۍ يې نيولې ده.
هغوى ويلي چې دوى دا مهال د جوند د ولسوال او امنيه قوماندان د ژوندي نيولو هڅې کوي.
يادو ټولو سرچينو د جوند په نښتو کې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.