" د ولسمشر د فرمان تر صادرېدو به د ولايتي شوراګانو دروازې تړلې وي"

کابل (پژواک ٦ کب ٩٣):د ولايتي شوراګانو د همغږۍ کمېسيون وايي تر هغه چې ولسمشر ولايتي شوراګانو ته د څارنې د حق ورکولو په اړه فرمان نه وي صادر کړى ، د دې شوراګانو دروازې به تړلې وي.
ولسي جرګې د سلواغې په ٨ مه، د ولايتي شوراګانو د قانون په تعديل شوې طرحه کې د ولايتي شوراګانو څارنيز رول د رايو په اکثريت رد کړ. له يادې پرېکړې وروسته، ولايتي شوراګانو د اعتراض په توګه خپل دفترونه وتړل.
خو پرون د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابينې په غونډه کې ولايتي شوراګانو ته د نظارت حق ورکولو پرېکړه وکړه.
 د ولايتي شوراګانو د همغږۍ کمېسيون او د کابل د ولايتي شورا مشر سيدعبدالرحمن دکب په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل،چې د کابينې د تېرې ورځې پرېکړه ستايي .
هغه زياته کړه : "خو تر هغه چې ولسمشر د ولايتي شوراګانو د نظارت د حق په اړه فرمان نه وي ورکړى، د ولايتي شوراګانو دروازې به تړلې وي . "
د ده په وينا، په ياده برخه کې د ولسمشر د فرمان له صادرېدو سره سم به په ټولو ولايتونو کې د ولايتي شوراګانو دروازې بېرته پرانيستل شي .
د ولايتي شوراګانو د همغږۍ کمېسيون او د کندهار د ولايتي شورا غړي سيداحمد سيلاب پژواک ته وويل: ((زه له ولسمشر او کابينې نه مننه کوم،چې زموږ غږ يې واورېد او ولايتي شوراګانو ته يې د نظارت حق ورکړ.))
خو سيلاب هم وايي تر هغه ،چې ولسمشر په دې اړه  فرمان نه وي صادر کړى د ولايتي شوراګانو دروازې به تړلې وي.
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل:" دا ځل زه مطمئن  يم،چې ملي شورا د ولسمشر د فرمان په تصويب سره ولايتي شوراګانو ته د نظارت حق ورکړي ، خو که چيرې يې دا کار ونه کړ نو د ولسي جرګې د ټاکنو پر مهال به موږ ټول هڅه کوو چې د ولسي جرګې د اوسنيو غړيو پر وړاندې کانديدان ودروو، ترڅو دوى ناکام شي. "
د اساسي قانون د ٧٩مادې له مخې حكومت كولى شي د ولسى جرګې د تعطيل په حالت كې له بوديجې او مالي چارو پرته، د بېړنۍ اړتيا پر اساس تقنيني فرمانونه ترتيب كړي.
په دې ماده کې راغلي چې تقنيني فرمانونه د جمهور رييس تر توشيح وروسته د قانون حكم پيدا او بايد د ملي شورا د لومړۍ غونډې تر جوړېدو وروسته د دېرشو ورځو په اوږدو كې هغې ته وړاندې شي.
د دې مادې له مخې ، كه تقنيني فرمان  د ملي شورا  له خوا رد شي، اعتبار نه لري.
دا په داسې حال کې ده،چې د اساسي قانون په ١٣٩ ماده کې راغلي چې ولايتي شورا د دولت د پراختيايي موخو په تامين او د ولايتي چارو په ښه کولو، لکه څنګه چې په قوانينو کې څرګنده شوې، برخه اخلي او په ولايت پورې د اړوندو چارو په اړه مشوره ورکوي.
د ولسي جرګې اداري پلاوى وايي،چې له يادې مادې سره يې ولايتي شوراګانو ته د نظارت حق نه دى ورکړى.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.