د ولسي جرګې وکيل له چاودنې روغ ووت، خو يو ساتونکى يې ووژل شو

محمودراقي (پژواک ١١ مرغومى ٩٣): د کاپيسا چارواکي وايي، د ولسي جرګې پر يوه غړي د ماين چاودنه شوې، دى ترې روغ وتلى، خو د هغه يو ساتونکى وژل شوى او درې نور ټپيان دي.
د کاپيسا د والي وياند قيس قادري، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته په شاوخوا درې بجو د کاپيسا د مرکز محمودراقي په کورتاز سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
کورتاز د محمودراقي ختيځ لور ته غرنۍ سيمه ده.
هغه زياته کړه، چې په ولسي جرګه کې د کوچيانو استازى حبيب افغان له کابل څخه د کاپيسا په لور خپل کور ته روان و، چې په ياده سيمه کې ورباندې د ماين چاودنه شوې ده.
د ده په وينا، کله چې د هغه موټر تېر شوى، نو ورپسې د هغه د ساتونکو پر تعقيبي موټر تر پولګوټي لاندې ځاى پرځاى شوى ماين چاودلى دى.
نوموړى وايي، په دې پېښه کې د حبيب افغان يو ساتونکى وژل شوى او درې نور ټپيان دي.
د کاپيسا د عامې روغتيا رييس ميرزا محمد رجا وايي، له يادې پېښې څخه د ولايت مرکزي روغتون ته درې ټپيان لېږدول شوي دي.
ده پژواک ته وويل، چې د ټپيانو روغتيايي حالت ښه دى.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.