وسله والو نورستان کې د يوه وکيل کور سوځولى

 

کابل (پژواک، ١١ مرغومى ٩٣): په ولسي جرګه کې د نورستان استازى مولوي احمدالله موحد وايي چې وسله والو طالبانو يې تېره شپه کور سوځولى، خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د نورستان استازي مولوي احمدالله موحد د مرغومي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مولوي موحد کور تېره شپه شاوخوا يوه بجه د دغه ولايت د وايګل ولسوالۍ په ارنس سيمه وسله والو طالبانو سوځولى دى.
هغه زياته کړه: ((زما په کور کې شاوخوا ١٩ کسان دي خو د خداى پاک په فضل سره چې چا ته څه زيان نه دى اوښتى، يواځې په لومړي سر کې څو ماشومان د لوګي له لاسه له ستونزې سره مخ شوي وو، خو اوس هغوى هم ښه دي.))
موحدى وايي چې درې پوړيز کور يې ټول سوځېدلى دى.
د هغه په وينا، په نورستان کې د دولت وسله وال مخالفين هڅه کوي د هغو کسانو کورونه وسوځوي چې له دولت سره اړيکي لري.
موحد زياته کړه: ((تر دې وړاندې هم د ډېرو کسانو کورونه طالبانو سوځولي خو چا يې پوښتنه نه ده کړې.))
د وايګل ولسوال مولوي رحمت الله پژواک اژانس ته د وسله والو له خوا د مولوي موحد د کور سوځونه تاييد کړه.
نوموړي زياته کړه چې د هغه کور په بشپړه توګه سوځېدلى، خو چا ته په کې زيان نه دى اوښتى او دوى يې په اړه څېړنې پيل کړې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.