Wolesi Jirga member survives bomb attack

پلخمري(پژواک، ٣٠ ليندۍ ٩٣): په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازى محمد عظيم محسني د ماين له چاودنې روغ وتلى، خو موټر يې ويجاړ شوى دى.

دغه پېښه نن غرمه ١٢:٤٠ بجې د شمال- کابل پر لويه لاره د بغلان د دوشي ولسوالۍ په سنګ سوراخ سيمه کې رامنځته شوې ده.

د دوشي امنيه قوماندان سمونمل حميدالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې يو ريموټ کنټرول ماين د محسني د موټر په مخکې ايښودل شوى و، موټر يې يو څه ويجاړ شوى او خپله له چاودنې روغ وتلى.

هغه چاودنه د وسله والو مخالفينو کار بولي او زياتوي چې پوليسو ساحه بنده کړې او په دې اړه څېړنه کوي.

محمدعظيم محسني د بغلان د ولايتي شورا د پخواني غړي رسول محسني ورور دى، نوموړى هم تېر کال په پلخمري ښار کې د ولايتي شورا دفتر مخې ته په ځانمرګي بريد کې له ١٦ نورو کسانو سره ووژل شو او طالبانو يې مسووليت پر غاړه واخيست.

د بغلان د ولايتي شورا اوسنى مشر صفدر محسني، د ولسي جرګې ددغه غړي بل ورور دى او په دې اړه يې وويل:((ورور مې له ما سره په ولايتي شورا کې تر ليدو وروسته کابل ته ستنېده چې په دوشي ولسوالۍ کې پرې د ماين چاودنه وشوه.))

هغه زياته کړه چې دغه ماين د وسله والو مخالفينو له خوا ځاى پر ځاى شوى و، خو محسني او ملګرو ته يې څه زيان نه دى رسېدلى.

د ويلو ده چې د روان کال د تلې مياشت کې په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو بل استازى عاشق الله وفا هم بغلان ته د ستنېدو پرمهال د کابل-شمال د لويې لارې په اوږدو کې د وسله وال بريد څخه روغ ووت، خو يو ساتونکى يې ژوبل شو.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.