IEC staff blamed for massive rigging in Bamyan

باميان (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): په باميانو کې د ټاکنو کمېسيون يو شمېر کار کوونکي ځانګړي نوماند ته د رايې ورکونې لپاره خلکو ته په لارښوونې کولو تورن شوي دي.

رايه ورکوونکي وايي، چې دغه مامورين د باميانو د لالاخېل شهر مرکز په دوو محلونو کې خلک د ځانګړي نوماند په ګټه رايې ورکونې ته هڅوي او لارښوونه ورته کوي.
د پژواک اژانس خبريال له لوري په اخيستل شوو عکسونو کې د کمېسيون د مامورينو دغه حرکتونه ليدل کېږي.
په دغه مرکز کې د ټاکنو يوه ګډونوال محمدعلي وويل، چې د کمېسيون کارکوونکي به راتلل او خلکو ته به يې راى پاڼه ښودله او ورته ويل به يې چې د دغه نوماند مخې ته د سهي علامه کش کړئ.
هغه زياته کړه: "يو کارکوونکى راغى او ما ته يې هم وويل، چې د دغه کانديد مخې ته ليکه کش کړم خو ما ورته پام ونه کړ او د خپلې خوښې وړ کانديد ته مې رايه ورکړه."
نوموړي، چې د دوولسم ټولګي زده کوونکى دى، زياته کړه چې د کمېسيون د مامورينو دغه کار په ځانګړي ډول هغو کسانو ته چې بېسواده دي او يا هم د ټاکنو په اړه پوهاوى نه لري او دې ته اړ ايستل کېږي، چې د دوى په غوښتنه ځانګړي نوماند ته رايه ورکړي.
خو په باميانو کې د ټاکنو د کمېسيون ولايتي دفتر مشر عزيز احمد رسولي وايي، چې تر دې دمه په دې اړه د کومې سرغړونې او يا درغلۍ شکايت ورته نه دى راغلى او که چېرې په کوم سايټ کې داسې کار ترسره شي نو په اړه به يې کلکې څېړنې وشي.
هغه زياته کړه، چې همدرانګه نن غرمه د سولې کارتې د ښځو په محل کې راى پاڼې خلاصې شوې او دوى ډېر ژر ريزرف شوې پاڼې دغه محل ته ولېږلې او د راى پاڼو د کمښت بله ستونزه تر دې مهاله نه ده رامنځته شوې.
پر دې سربېره د ټاکنو مامورين د باميانو ښار د نجونو لېسې او د سولې کارتې محلونو ته خبريالانو ته د راپورونو د جوړولو لپاره هم اجازه نه ورکوي او د رسنيو فعالان له همدې امله دا ډول کارونو ته د شک په سترګه ګوري او وايي، چې کېداى شي په دغو ځايونو کې درغلۍ وشي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.