Voting ends on peaceful note in Takhar

 تالقان(پژواک ٢٤غبرګولى٩٣):د تخار اوسېدونکو په پراخه کچه په دويم پړاو ټاکنو کې ګډون وکړ  او د ټاکنو ټول مرکزونه پرانيستي وو.

د دويم پړاو ټاکنې په تخار کې ۰۷:۲۰ دقيقې په رسمي توګه پيل شوې؛ خو د دغه ولايت ډېر  شمېر اوسېدونکي له ۰۵:۳۰ څخه د رايې اچونې مرکزونو ته ورغلي وو.
امنيتي چارواکو ډاډ ورکړى وو، چې امنيتي تدابير  يې نيولي او ټاکنې به د امنيت له پلوه خوندي وي.
 د تخار والي عبداللطيف ابراهيمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د درغليو، ناامنيو او نورو سرغړونو د مخنيوي لپاره يې پوره چمتووالى نيولى وو.
والي وايي:((موږ ټاکنو لپاره پوره چمتوالى نيولى وو، خلکو خپل  برخليک په خپله وټاکه.))
د تخارامنيه قوماندان پاسوال عبدالحنان قطغني پژواک ته وويل،ټول ټاکنېز مرکزونه پرانيستي وو او ټاکنې پرته له امنيتي ننګونو ترسره شوې.
قوماندان وويل،په تخار کې د ۲۱۵ټاکنېزو مرکزونو له ډلې څخه يواځې٣مرکزونه د امنيتي ګواښونو سره مخ وو، چې له ټاکنو مخکې د عملياتو په ترڅ کې خوندي شول.
د تالقانو اوسېدونکي سيدصبغت الله عالمي پژواک ته وويل،د تېرو ټاکنو په پرتله په دويم پړاو ټاکنو کې د خلکو ګډون ښه وو.
ده وويل، چې ډېرو خلکو په ټاکنو کې برخه واخيسته او د خپلې خوښې کاندېد ته يې رايه ورکړه.
د تخار د ټاکنو کمېسيون رييس سيدروح الله موسوي پژواک ته وويل، چې ځينو مرکزونو ته ډېر خلک ورغلل؛ خو په يو شمېر مرکزونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه کمه وه.
موسوي وويل، له ماسپښين وروسته د مرکز تالقانو او بهارک ولسوالۍ ۱۳ مرکزونو کې رايې پاڼې خلاصې شوې، چې د ده په وينا، ګرځنده ډلې يې ور ولېږلې او دغه تشه يې ډکه کړه.
تر اوسه په تخار کې د سرغړونو او درغليو رپوټونه نه دي خپاره شوي.
د تخار د ټاکنوکمېسيون د عامه پوهاوي مسوول احمدتميم تلاش پژواک ته وويل،چې په دغه ولايت کې٤ څلور بجې ټاکنې پاى ته رسېدلې دي.
هغه وويل ، نوره اړتيا نشته؛ چې د رايې اچونې وخت وغځېږي
چارواکو ويلي،چې په دې ولايت کې به د ټاکنو بهير د څرنګوالي دقيق معلومات وروسته وړاندې کړي، چې څومره کسانو په کې برخه اخيستې وه او څه ډول ترسره شوې.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.