په دايکنډي، کونړ او کابل کې د ډاکټر عبدالله په ملاتړ غونډې وشوې

 
نيلي، اسعداباد، کابل (پژواک ١١ غبرګولى ٩٣): د ولسمشرۍ ټاکنو کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، د برياليتوب په صورت کې په هېواد کې د بيارغونې او پرمختيا او په ټولو برخو کې د عدالت پلي کولو ته ژمن دى.
نوموړي دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وکړې، چې نن يې د دايکنډي ولايت په مرکز نيلي کې خپلو ملاتړو ته کولې.
د هغه په خبره، دايکنډي د افغانستان له هغو ولايتونو څخه دى، چې پرمختګ يې نه دى کړى او د برياليتوب په صورت کې به دې ولايت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ولسمشرۍ کانديد له خلکو وغوښتل، هغه ټيم ته رايه ورکړي، چې په ټولو برخو کې د خدمت مصدر وګرځي او ټولو ته په يوه سترګه وګوري.
له بلې خوا په کونړ ولايت کی د مومندو د قوم مشرانو هم د ولسمشرۍ له کانديد ډاکټر عبدالله څخه ملاتړ څرګند کړ.
د کونړ ولايت په خاص کونړ ولسوالۍ کې په دې اړه غونډه جوړه شوې وه، چې د دې سيمې سلګونو کسانو په کې ګډون کړى وو.
د مومندو د قوم مشر او د ولسي جرګې غړي فريدون مومند، په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، ډاکټر عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ څوکۍ ته وړ شخص وباله او ويې ويل، چې نوموړی يو مجاهد شخص دی او بايد په راتلونکو ټاکنو کې يې د خپلو رايو پر مټ د ولسمشرۍ څوکۍ ته بريالی کړي.
هغه له خلکو وغوښتل، چی په را روانو ټاکنو کې ونډه واخلي او له دې لارې د هېواد برخليک وټاکي.
دغه راز د ولسي جرګې بل غړي مولوي شهزاده شاهد هم په خپلو خبرو کې وويل، چې خلک دې دا ځل د خپلې رايې په کارونې سره، ډاکټر عبدالله ته د هېواد د خدمت موکه په لاس ورکړي، ترڅو د هېواد اوسنيو ستونزو ته د حل لارې چارې ولټوي.
دغه راز په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي ميرويس ياسيني بيا وويل، که ډاکټر عبدالله بريالی شي، د کونړ د خلکو حقونه به خوندي کړي او په رښتينې توګه به د تېر جهاد او هجرت ارمانونه پوره کړي.
د يوه بل خبر له مخې، نن ناوخته په کابل کې د سوېل لوېديځ د حوزې يو شمېر قومي مشرانو د يوې غونډې په ترڅ کې له نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
ډاکټر عبدالله په دغې غونډه کې په خپلو خبرو کې وويل، چې اوسمهال په افغانستان کې له هرڅه زيات ملي يووالي ته اړتيا ده او دغه غونډه يې ښه ثبوت دى.
ده زياته کړه، چې د استاد سياف له خوا د وروستۍ خپرې شوې اعلاميي د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم هيلې لا زياتې کړې.
استاد سياف نن د يوې اعلاميې په خپرولو سره له خپلو ملاتړو وغوښتل، هغه چاته رايه ورکړي، چې د ژوند په لوړو ژورو کې له دوى سره وو او خپل هېوادوال يې يواځې نه دي پريښي.
د ډاکټر عبدالله په وينا، د يوه ملت پياوړتيا په ټينګې ارادې پورې تړلى دى او افغانستان داسې يو هېواد دى، چې تجزيه هېڅ نه مني. 
خو هغه وويل: ((زموږ رقيب وارخطا دى، خو موږ هغوى ته بد نيت نه لرو.))
ده دغه راز وويل، چې پر خپل جهاد وياړي او په افغانستان کې د سولې د رامنځ ته کېدو لپاره به کار کوي.
دى وايي، سالمه اداره او پياوړى افغانستان، افغانانو ته ښه ژوند او د کډوالو بېرته راستنېدل غواړي.
عبدالله د غونډې له ګډونوالو وغوښتل، کله چې خپلو سيمو ته ستانه شي، نو خلک دې وهڅوي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي.
ډاکټر عبدالله د پاکستان له لوري پر افغانستان بريد په کلکو ټکو وغانده او له حکومته يې وغوښتل، چې دغه موضوع دې روښانه کړي.
ده له ګاونډيانو سره په نېکو اړيکو ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې له خپل هېواد او ولس څخه به دفاع کوي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.