Elders want fraud-tainted officials fired

 
اسعداباد (پژواک ٤ غبرګولى ٩٣): د کونړ ديني عالمان او قومي مشران وايي، چې په ټاکنو کې د درغليو د مخنيوي لپاره بايد د ټاکنو کمېسيون درغلي کوونکي غړي ګوښه شي.
دوى وايي، چې په تېرو ټاکنو کې په شوو درغليو کې تر ډېره د ټاکنو کمېسيون ځينې کار کوونکي ښکېل وو او ښايي په دويم پړاو ټاکنو کې هم دا چاره تکرار شي.
د کونړ يوه قومي مشر حاجي صالح مومند پژواک ته وويل، د ممکنه درغليو د مخنيو‌ي لپاره اړينه ده ، چې د ټاکنو کمېسيون درغلي کوونکي غړي له دندو ګوښه شي.
مومند وايي: ((که د کمېسيون کار کوونکي وغواړي، هېڅوک نه شي کولاى درغلي وکړي.))
د دغه ولايت يوه ديني عالم مولوي فرمان الله پژواک ته وويل، په ټاکنو کې درغلي د اسلام له نظره جرم دى او بايد مخه يې ونيول شي.
دى زياتوي: ((زموږ غوښتنه دا ده، چې درغلي کوونکي او غله افشا کړي څومعلومه شي، چې ولې دغه جرم کوي او په کار ده چې دغو دوکه کوونکـو ته سخته سزا ورکړل شي.))
د نرنګ ولسوالۍ اوسېدونکي محمد ناصر پژواک ته وويل، هر چا چې درغلي کړې بايد ونيول شي؛ ځکه چې په دويم پړاو کې به هم دغه کار وکړي.))
د مرکز اسعداباد يو اوسېدونکى ذبيح الله سابق وايي، هغــه سيمه ييز کار کوونکي، چې درغلي يې کړې بايد څارنوالۍ ته معرفي شي، څو په دويم پړاو ټاکنوکې بيا درغلي ونه کړي.
په کونړ کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس محمد ظاهر اکبري وايي، هغه ناظمين يې ګوښه کړي، چې شکايتونه پرې ثابت شوي دي.
اکبري د دغو ګوښه شوو شمېر په ډاګه نه کړ ، خو يادونه يې وکړه، چې هغوى يې په تور لېست کې نيولي او نه شي کولى له دې وروسته په ياد کمېسيون کې دنده واخلي.
نوموړي وويل: ((هغه کارکوونکي چې په سايټونو کې يې له امله ستونزې وې، اتيا ســـلنه يې بدلوو. دا هغه کار کوونکي دي، چې يواځې د ټاکنو په ورځ رسميت لري.))
د کونړ والي شجاع الملک جلاله پژواک ته وويل، چې د دويم پړاو ټاکنو لپاره بشپړ چمتووالى لري.
هغه وايي، د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره يې ولسي پلان جوړ کړى، چې قومي مشران او ديني علما به د عامه پوهاوي تر څنګ د ټاکنو څارنه هم وکړي.
والي زياته کړه، د رايې اچونې هغه مرکزونه چې په لومړي پړاو ټاکنو کې تړلي وو، په دويم پړاو کې به پرانيستي وي.
په کونــړ کې په لومړي پړاو ټاکنو کې ٩١ مرکزونه خـــلاص وو، چې د چارواکو په وينا، په دويم پړاو کې به دغه شمېر ۹۴ ته لوړ شي.
چارواکي وايي، په تېر ځل ټاکنو کې د کونړ ١١٤زره او پنځه سوه کسانو خپلې رايې استعمال کړې وې او په دويم پړاو کې به دا شمېر ډېر وي.
ټاکل شوې دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په٢٤مه ترسره شي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.