ښځينه کانديدانې : د ستونزو له امله د نارينه کانديدانو په څېر کمپاين نه شو کولى

 
کلات (پژواک،٩ورى٩٣):د زابل  ولايتي شورا ته  ښځينه کانديدانې وايي،چې د ناامنيو او نورو ستونزو له امله نشي کولاى، چې د نارينه کاندېدانو په څېر کمپاين وکړي.
دوي وايي، چې امنيتي، اقتصادي ،کولتوري او نورو ستونزو يې ټاکنيزې مبارزې ټکنۍ کړې دي او بايد دغو ستونزو ته پاملرنه وشي.
په زابل کې دا مهال د ولايتي شورا د نهو څوکيو لپاره نوولس تنو ځانونه نومولي، چې درې تنه يې ښځې دي.
يوې ښځينه کاندېدې رحيمې پژواک خبري اژانس ته وويل، امنيت عمومي ستونز ده ، چې له امله يې د نارينه وو تر څنګ ښځينه کانديدانې هم له ګواښ سره مخ دي او نشي کولى چې په ولسواليو او لرې پرتو کليو کې خپل کمپاين وکړي.
نوموړې زياته کړه، چې بله ستونزه يې د يو شمېر کسانو له لوري د دوى د  عکسونو سپکاوى دى.
هغې زياته کړه: (( کله چې په ښار کې موږ خپل عکسونه ولګوو ،نو يو شمېر کسان يې شکوي يا ورباندې غلطې ليکنې کوي.))
د دې ولايت د ولايتي شورا يوه بله کاندېده زربي بي هم وايي، چې د امنيتي اندېښو له امله نه ده توانيدلې، چې د کلات ښار له يوې محدودې سيمې څخه دباندې د کمپاين لپاره ولاړه شي.
نوموړې وايي، چې تر اوسه يې پوسټرونه هم هيڅ ولسوالۍ ته نه دي لېږل شوي او نه يې هم له نارينو سره غونډه کړې.
زربي بي همدارنګه وويل، په ټاکنو کې له درغليو هم اندېښنه لري او له مسوولو چارواکو يې غوښتنه وکړه، چې بايد د درغليو په مخينوي کوټلي ګامونه واخلي.
د ولايتي شورا درېيمه کانديده فوزيه يونسي هم وايي، چې غوښتل يې ولسواليو ته هم سفر وکړي ، ځکه دوى په ټولو ولسواليو کې ملاتړي لري.
نوموړې پژواک اژانس ته وويل، زابل يوه سنتي ټولنه ده ،ډېرى نارينه لا هم د خپل کور ميرمنو ته اجازه نه ورکوي، چې د کانديدانو د کمپاين په غونډو کې برخه واخلي.
دغو درې واړه ښځينه کانديدانو د دولت له وسله والو مخالفينو غوښتنه وکړه، چې بايد د ټاکنو په ورځ ستونزې جوړې نه کړي او خلکو ته اجازه ورکړي ، څو د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړي.
بله خوا د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ ليوني د وري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ټولو کانديدانو د امنيت لپاره چمتوالى لري.
نوموړي وويل، هره کانديده  غواړي، چې لرو پرتو سيمو ته د ټاکنېزو سياليو لپاره ولاړ شي، دوى به يې پوره امنيت ونيسي.
ټاکل شوې د ولايتي شورا ټاکنې د وري په ١٦مه د ولسمشرۍ له ټاکنو سره يوځاى ترسره شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.