کابل(پژواک ١٧ چنګاښ ٩٢):د ولسي جرګې د رييس ورور عبداللطيف ابراهيمي دتخار دنوي والي په توګه وټاکل شو .
دچارو ادارې او وزيرانو شورا دارالانشاء  پژواک خبري اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې ويلي،چې نوموړى دسيمه ييزو ارګانونو له خوا وړانديز او ولسمشرمنظور کړى دى .
 ويل شوي، عبداللطيف ابراهيمى، چې وړاندې له دې يې هم دتخار  د والي په توګه کار کړى له ښې کاري تجربې او وړيتا څخه برخمن دى .
نوموړى د احمدفيصل بيګزاد ځاى ناستى شو .
دتخار نوى والي په داسې حال کې ټاکل کېږي، چې ددغه ولايت مرکز تالقان ښار دروانې مياشتې په پيل کې دسلګونو کسانو دڅو ورځني اعتراض شاهد و .
معترضينو ددغه ولايت والي، امنيه قوماندان او د ملي امنيت رييس په اداري فساد او له غيرقانوني وسله والو سره په لاس لرلو تورن کړل او دلرې کېدو غوښتنه يې کوله .
دتخار د والي وياند سليمان مرادي ددغو تورونو د ردولو ترڅنګ ويلي وو، چې ياد لاريونونه دجنرال دوستم تر مشرۍ لاندې ملي جنبش ګوند دغړو له خوا پلان شوي، خو ملي جنبش يې دغه خبرې رد کړې وې

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.