باشنده هاى شهرکندز درمعرض قحطى قراردارند

کندوز ښار (پژواک، ٢ تله ٩٨): د کندوز ډېری خلک وايي، که چېرې په دغه ولايت کې امنيت ټینګ نه شي، دوى نه شي کولاى په ټاکنو کې ګډون وګړي او د خپلې خوښې وړ نوماند ته رايه ورکړي.
په ورته وخت د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون چارواکي هم وايي چې ٣٠ ټاکنيز مرکزونه يې له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي.
خو بل لور ته د دغه ولايت امنيتي مسوولين بيا وايي چې د ټاکنو د امنيت د ټينګښت لپاره يې بشپړ چمتووالى نيولى دى.
د اړوندې موضوع په اړه د کندوز د مدني ټولنو رييس عنايت الله خليق د تلې په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د امنيتي ستونزو له امله د دغه ولايت درې برخې اوسېدونکي د رايو له ورکولو محروم دي.
خليق زياتوي: ((امنيتي ستونزې ډېرې دي، د ټاکنو په اړه خلکو ته سم پوهاوى نه دى شوى، د تقويتي نومليکنې لپاره وخت کم و او بله مهمه خبره دا ده چې خلک پر دې پروسې بې باوره دي، نو زموږ د معلوماتو له مخې، د کندوز ٧٥ سلنه اوسېدونکي په رايه ورکونه کې ګډون نه شي کولاى.))
دغه راز د کندوز ښار اوسېدونکي ذبيح الله پژواک ته وويل چې له ولسواليو پرته په کندوز ښار کې هم امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دى.
دى وايي: ((په ولسواليو کې خو هسې هم ټاکنې نه کېږي، خو که چېرې امنيت تامين نه شي، په ښار کې هم خلک رايه نه شي ورکولاى.))
همدارنګه د کندوز ښار اوسېدونکې مېرمن خالدې پژواک ته وويل، امنيتي وضعيت په هغه کچه کې نه دى چې ښځې دې وکولاى شي رايه ورکړي.
دې وويل: ((په کندوز ښار کې به يو څه ښځې رايه ورکړي خو په ولسواليو کې هېڅ امکانات نشته دي، خو که امنيت تامين شي بيا هرڅه امکان لري.))
دغه راز د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکي سيف الله پژواک ته وويل، شاوخوا يوه مياشت کېږي چې دشت ارچي ولسوالۍ طالبانو نيولې ده، نو څنګه به هلته ټاکنې ترسره وشي.
دى هم وايي چې د دغه ولايت په ډېرو سيمو کې ټاکنې ناشوني دي او خلک د رايې ورکولو له حقه محروم دي.
د دغه ولايت ګڼ شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
په ورته وخت کې د کندوز د ټاکنو کمېسيون د عامه پوهاوي مسوول حميدالله بلوچ پژواک ته وويل چې د دغه ولايت له ٩٨ مرکزونو څخه ٣٠ يې له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي چې ټاکنې په کې نه ترسره کېږي.
دى وايي: ((موږ چمتووالى درلود چې په ټولو مرکزونو کې ټاکنې ترسره کړو خو موږ ته امنيتي مسوولينو ويلي چې د ٦٨ مرکزونو امنيت تامينولاى شي او په دوو ولسواليو کې هېڅ ټاکنې نه کېږي.))
بل لور ته د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال رشيد بشير پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو په دغه ولايت کې د ټاکنو د امنيت د ټينګښت لپاره پوره چمتووالى نيولى دى.
ده وويل: ((خلک بايد هېڅ اندېښنه ونه ولري، امنيتي ځواکونه خپل پوره کوښښ کوي چې امنيت تامين کړي، څو خلک رايه ورکړي.))
ټاکل شوې ده چې څلور ورځې وروسته په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ لپاره ټاکنې ترسره شي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

Download “Pajhwok” mobile App, to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.