په تيرو لسو کلونو کې په خوست کې ادبی او فرهنګی وضيعت په بې ساري ډول پرمختګ کړی او له هم د پرمختګ په حال کې دی.
په خوست ولایت کې پدې برخه کې فعال کسان وايي چې پدې ورستیو کې په خوست کې فرهنګي او ادبی وضيعت دومره بدولون کړی چې سارې په تيرو څو پيړيو کې هم ندی ليدل شوی.
دوی زیاتوي که په خوست کې روان ادبی او فرهنګي وضيعت همداسې دوام وکړي،نو خوست به دهیواد او سيمې په کچه وځلیږي.
دا چې دا پرمختګونه کوم او په کومو برخو کې ترسره شوي په خوست ولایت کې د لیکوال او شاعر زاهد شاه انګار څخه به يې واورو.
................................. غږ
زاهد شاه انګار وايي چې په خوست کې د نوي دولت په رامنځته کيدو سره ادبی،فرهنګې او کلتوري ټولنې جوړې شوې چې هر يوه يې مهالنی غونډې او مشاعرې لري.
دی وايي دا مهال پدغه ولایت کې له پنځلسو زياتې ادبې ټولنې شته چې پرلپسې غونډې او مشاعرې کوي او خپل فعالیتونه يې فعال ساتلي دي.
ده زیاته کړه د خوست غوندې په لري پروت او سرحدي ولایت کې د دومره زياتو ټولنو شتون ددې څرګندونه کوې چې ددغه ولايت خلک  په بې ساري ډول سره د فرهنګ سره مينه لري.
 
 
د خوست یو بل تن ځوان شاعر نورشاه نوراني بیا وايي چې خوست پدې ورستیو کې د ادب او فرهنګ په برخه کې د تمې خلاف پرمختګونه کړي.
ده وویل چې پدغه ولایت کې ادبې غونډې جوړيږي چې دخوست پر شاعرانو او ليکولانو سربیره د کوزې پښتونخوا مشهورې څيرې پکې ګډون کوي.
د نوموړي په خبره چې خوست کې شته فرهنګي خوځښت دېته لاره هواره کړي چې ځوانان وهڅول شي،نوې څيړنې وکړي او د کتاب لوستلو ته مخه کړي.
................................... غږ
نورشاه نوراني وايي چې پدغه ولایت کې د پرلپسې د غونډو جوړيدل د لرو برو پښتنو په منځه کې هغه شته لريوالې چې پخوا موجود وو اوس مهال تر ډيره بريده راکم شوی او د واړو خواوو ته د خلکو په منځ کې تګ راتګ زیات شوی.
خو نوموړی په خوست کې د ميشتو فرهنګپالو غواړي چې خپل فعالیتونه همداسې جاري وساتي او په منځه کې شته همغږي نوره هم غښتلي کړي.
 
دخوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریس محمد امین شاه الفت  هم وايي چې په خوست کې تر هر بل وخت ادبی او فرهنګي فعالیتونه ښه روان دی.
دی وایی چې دا مهال په خوست کې نږدې شل ټولنې شته چې پدې برخه کې فعالیت کوي او ښې پر مخ روانې دي.
................................... غږ
دخوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریس محمدامين شاه الفت وايي چې ددغه ټولنو سره يې رياست په ټوله مانا همکار دی او تل يې د دوی لاس نیوی کړیدی.
د نوموړي په خبره چې د خوست اطلاعاتو او فرهنګ ریاست تل پدې هڅه کې دی چې څنګه کولی شي دغه ټولنې فعالې او خپلې کړنې منظمې پر مخ يوسي.