Panjsheris pin high hopes on new PC

پاراخ ( پژواک ١٤ لړم ٩٣): د پنجشېر يو شمېر اوسېدونکي د نوې ولايتي شورا ښه چوپړ ته هيله من دي او وايي، دغه شورا به ځکه د پخوا په پرتله بريالۍ وي چې ډېر غړي يې ځوانان دي.

د ولايتي شوراګانو ټاکنې د وري په ١٦مه تر سره شوې،خو پايلې يې له شاوخوا اووه مياشتې ځنډ وروسته اعلان شوې.

د دې پايلو له مخې، محمدعلم ايزديار، ملامحمدفيضي،وحيدالله دژکوهي، نجيب الله يعقوبي،عزم الدين ميرزايي، عبدالصمد سلطاني، قلندرخان بهادري، راحله عطايي او ويدا سعيدي د پنجشېر ولايتي شورا ته لار موندلې ده.

له دې کسانو څخه يعقوبي،ميرزايي، سلطاني، بهادري او عطايي د شورا نوي غړي دي او پاتې نورو يې په تېره دوره کې هم د ولايتي شورا غړيتوب درلود، چې له هغوى څخه ايزديار مشرانو جرګې ته لار موندلې وه.

په پنجشېر کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د يوه کارکوونکي د معلوماتو له مخې، د دې شورا له يادو نويو غړو څخه پنځه تنه يې له ٣٢ تر ٣٧ کلونو عمرونه لري او پاتې نور غړي يې له څلوېښتو کلونو د لوړ عمر خاوندان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دې ولايت د پخوانۍ ولايتي شورا ډېرى غړو له ٤٠ کلونو لوړ عمر درلود او د يو شمېر نورو ولايتونو د شوراګانو ډېرى نوي غړي هم ځوانان دي.

د پنجشېر ولايتي شورا ته د ډېرو ځوانانو لارموندنې، د پنجشېر يو شمېر اوسېدونکي د شورا ښه کار کولو ته هيله من کړي دي.

د کورابې ولسوالۍ اوسېدونکي حسيب موحد، پژواک خبري اژانس ته وويل، خوښ دى چې شوار ته ډېرو نويو او ځوانو کسانو لار موندلې ده.

ده په داسې حال کې چې ويل يې پخواني ولايتي شورا د پنجشېر لپاره لکه څنګه چې لازمه وه ، هسې کار نه دى کړى ، د نوې شورا له غړيو غوښتنه کوي چې د پنجشېر د ستونزو حل ته جدي پاملرنه وکړي.

هغه وايي، چې د پنجشېر ډېر سړکونه بيا رغونې ته اړتيا لري، روغتيايي کلينيکونه په دې ولايت کې کم دي او د پنجشېر اوسېدونکي برېښنا نه لري.

د ده په وينا، ولايتي شورا بايد د يادو او نورو اړتياوو د پوره کولو په اړه له دولتي چارواکو سره په تفاهم اړين اقدامات وکړي.

د پنجشېر د دويمې حصې ولسوالۍ د کرامان د سيمې اوسېدونکى فرهاد هم موحد ته ورته نظر لري او خوښ دى چې ډېرو ځوانانو د ولايتي شورا غړيتوب تر لاسه کړى دى .

هغه هم تمه لري چې دغه شورا په تېره بيا ځوان غړي به يې ښه کار وکړي.

دى هم د شورا له غړيو غواړي، چې د دې ولايت د خلکو غږ چارواکو ته ورسوي او د سړکونو د جوړولو تر څنګ د ښوونځيو د ودانيو د جوړولو په اړه هم له حکومتي چارواکو سره په اړيکه کې اوسي.

د ولايتي شورا نوى غړى نجيب الله يعقوبي وايي چې د پخوانۍ ولايتي شورا د غړيو تر منځ يوالي شتون نه درلود او لکه څنګه چې لازمه وه هسې کار يې ونه کړ، خو اوسنۍ شورا به د پنجشېر د خلکو د حقونو تر لاسه کولو په موخه پوره هڅې وکړي.

د ده په وينا، نوې شورا به لومړى د دې ولايت ستونزې پيدا او بيا به يې لومړيتوب ته په پام د حل په موخه له حکومتي چارواکو او ملي شورا سره شريکې کړي ،تر څو په اړه يې اړين ګامونه پورته شي.

خو د دې ولايت د رخې ولسوالۍ د قابضان د سيمې اوسېدونکى وحيدالله دژکوهي چې په تېره دوره کې يې هم د پنجشېر د ولايتي شورا غړيتوب درلود او بيا ولايتي شورا ته بريالى شوى، وايي چې مخکنۍ شورا هم د خپل وس کارونه کړي دي.

د هغه د څرګندونو له مخې، پخوانۍ شورا د نورو کارونو تر څنګ د پنجشېر د لوړو زده کړو موسسې، دې ولايت ته د برېښنا د لېږد او ولايتي روغتون د جوړولو امرونه اخيستي، چې د لوړو زده کړو ياده موسسه فعاله شوې او ډېر ژر به د ولايتي روغتون د جوړولو کار هم پيل شي.

ده هم هيله څرګنده کړه ، چې نوې شورا هم د دې ولايت لپاره د ښه چوپړ مصدر شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

جهت دسترسی به خبرهای تازه ، فیچر ها ، مصاحبه ها ، ویدیوها و تصاویر مبایل اپلکیشن آژانس خبري پژواک را دانلود نمایید.