هلمند کې د هندواڼو او خټکيو کرولو ته پام ډېر شوى

لښكرګاه (پژواك ٢٦ زمرى ۹۲): سږ کال په هلمند ولايت كې د نورو مېوو تر څنګ د هندواڼو او خټكيو حاصلات څو برابره زيات شوي خو کروندګرو د ماركېټ او د مېوو ساتلو په برخه كې ستونزې لري.
د هلمند د كرنې سرپرست رييس غلام سخي وايي، سږ کال د هندواڼو او خټكيو کرنې ته د خلکو پاملرنه زياته شوې او حاصلات يې ډېر شوي دي.
نوموړي پژواک ته وويل، د دوى د سروې له مخې په روان كال كې پر ۱۲زره هكتاره ځمكه هندواڼې او خټکي کرل شوي، چې پخوا د دې په نيمايي هم نه کرل کېدل.
غلام سخي وايي، پخوا کروندګرو د کوکنارو کرلو ته ډېره پاملرنه کوله، خو اوس د کوکنارو ځاى مېوو او باغونو نيولى دى.
دكرنې رياست سرپرست د كروندګرو او سوداګرو هغه ستونزې پر ځاى وبللې، چې د ماركېټ او د مېوو د ساتلو په برخه كې يې لري.
د هغه په وينا، دا ستونزې يې څو څو ځلې له لوړ پوړو چارواكو او د كرنې له وزارت سره يادې کړې خو تر دې مهاله يې كومه مثبته پايله په لاس نه ده راوړې.
د نوموړي په خبره، كه چېرې كروندګرو ته د محصولاتو د ساتنې امكانات برابر شي له يوې خوا به يې محصولات په لوړه بيه پلورل كېږي او له بله پلوه به د ګاونډيو له احتياجه خلاص وي.
د ناوې ولسوالۍ يو ګروندګر حاجي يارمحمد پژواك اژانس ته وويل، هلمند يو پراخ كرنيز ولايت دى، د مېوو او غلو دانو د کرنې لپاره مناسبه هوا لري، خو د دولت له خوا ورته پاملرنه نه ده شوې.
د ده په خبره، چې سږ كال په دغه ولايت كې كروندګرو د خپلو هندواڼو او خټكيو له پالېزونو ښه حاصلات ترلاسه كړي، خو د بازار د نه شتون له امله يې په ټيټه بيه پلورلي او ګټه يې نه ده ترلاسه كړې.
نوموړى زياتوي، كه چېري دولت دې برخې ته پاملرنه وكړي، سړې خونې جوړې كړي او د دوى د محصولاتو لپاره بازار موندنه وكړي له يوې خوا به د كوكنارو كښت ته د پاى ټكى كېښودل شي او له بل لوري به دولت ته د مالياتو له پلوه پوره ګټه په لاس ورشي.
د ګرمسېر ولسوالۍ يو كروندګر لالي خان هم ورته ستونزه يادوي، نوموړي له دولت څخه د كرنې برخې ته د پوره پاملرنې غوښتنه وكړه.
ده زياته كړه: ((دولت د خلكو د اقتصاد د پورته كولو لپاره هيڅ تګلاره جوړه نه كړه او نه يې هم ترلاسه شوې مرستې په سمه توګه ولګولې.))
نوموړي وويل، كروندګر او بڼوال په اوسني بازاركې ګټه نه شي ترلاسه كولى ځكه كوم لګښتونه چې اوس په خپلو كروندو كوي نه شي پوره كولى.
د لښكرګاه اوسېدونکى او هټۍ وال عبدالصمد بيا وايي، پخوا تر دې چې په هلمند كې انګور، هندواڼي، خټكي او نورې مېوې ورسېږي، پاکستانۍ مېوې بازار ته راځي او زموږ د مېوو مارکېټ اغېزمنوي.
د ده په وينا، د افغانستان مېوې د خوند او کيفيت له پلوه د نورې نړۍ له مېوو څو چنده زياتې دي، خو سوداګري او ساتنې ته يې پاملرنه نه کېږي، چې له همدې امله کروندګر ناهيلي کېږي او اقتصادي زيان ويني.
د يادولو ده چې په هلمند كې د هندواڼو او خټكيو د پالېزونو ترڅنګ انګور، انار، شفتالو، بادام، انځر او نورې مېوې ښه حاصلات وركوي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

جهت دسترسی به خبرهای تازه ، فیچر ها ، مصاحبه ها ، ویدیوها و تصاویر مبایل اپلکیشن آژانس خبري پژواک را دانلود نمایید.